کاناډا: نور د افغان پناه غوښتونکو ظرفيت نه لرو

د کاناډا کډوالو چارو وزارت وايي، چې نور د افغان پناه غوښتونکو د اسنادو پروسس توان نه لري. 

د کاناډا د کډوالو چارو وزرات تازه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې دوی د ۴۰ زره افغان پناه ‌غوښتونکو د منلو پروګرام له لارې تر اوسه د ۱۸ زرو افغانانو غوښتنلیکونه څېړلي، خو د نورو د اسنادو پروسس او کاناډا ته د استولو ظرفيت نه لري.

د کاناډا لومړي وزیر جستین ټروډو په افغانستان کې د د طالب سرپرست حکومت له واکمنېدو سره سم ویلي و، ۴۰ زره هغو افغانانو ته، چې له دوی سره يې کار کړی او په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی په کاناډا کې پناه ورکوي.

د معلوماتو له مخې، د دې پروګرام له لارې په تېرو شاوخوا یوولسو میاشتو کې ۱۶ زره افغانان کاناډا ته تللي دي. د راپورونو پر بنسټ، د کاناډا د کډوالو چارو وزارت ویلي، تر اوسه یي د ۱۸ زرو افغانانو غوښتنلیکونه څېړلي او نور هغه غوښتنلیکونه نه شي منلی چې د دغه هېواد دفاع وزارت یې ورسپاري.

بلخوا د کاناډا پناه غوښتونکو کډوالو لپاره تر دې دمه انټرنېټي پاڼه فعاله ده، خو د دغه هېواد د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې دا پروګرام د نورو کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.

Back to top button