کاناډا: افغانانو سره د ويزو ژمنه عملي کوو

د کاناډا ولسمشر وايي، دوی به څلوېښت زره افغانانو ته د ويزې ورکولو ژمنه عملي کړي. 

د کاناډا ولسمشر جسټين ټروډو په تازه څرګندونو کې ويلي، چې دوی د افغانستان اوسني وضعيت له کبله نه شي کولای خپل همکاران وباسي، خو په وینا يې افغانانو ته د څلوېښت زره ويزو ورکړې ته ژمن دي.

همداراز د کاناډا ولسمشر تمه ښودلې، چې وکولای شي په داسې حساسو شرايطو کې له افغانانو سره همکاري وکړي او هغه کسان وباسي، چې په افغانستان کې يې ژوند له ګواښ سره مخ دی.

د جمهوري نظام له سقوط وروسته امريکا او ملګرو هېوادونو يې زرګونه افغانان، چې له دوی سره يې کار کړی و او دلته يې ژوند له ګواښ سره مخ و وویستل، خو لا هم ګڼ کسان پاتې دي چې دغه هېوادونه يې په ايستلو کې بريالي شوي نه دي.

کاناډا تر دې وړاندې له هم افغانانو ته د څلوېښت زره ويزو ورکړې ژمنه کړې وه.

Back to top button