کاناډا سلګونه نور افغان کډوال خپلې خاورې ته انتقال کړل

د کاناډا د وګړو او تابعيت ادارې د يوې تازه خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ ويلي، چې تېره ورځ يې له تاجکستان او پاکستان هېوادونو څخه ۶۶۸ افغان کډوال خپل هېواد ته انتقال کړي دي. 

دغې ادارې ليکلي، چې تېره ورځ يې په دوو ځانګړو او جلا پروازونو کې ۳۵۰ افغان کډوال له دوشنبې او ۳۱۸ نور يې بيا له اسلام څخه کاناډا ته انتقال کړي دي.

بلخوا د کاناډا د کډوالو وزير شان فريزر په يوه ټويټ پيغام کې ويلي، چې هېواد ته يې د انتقال شويو افغان کډوالو شمېر ۲۳ زره او ۵۰۰ تنو ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د کاناډا لومړي وزير ژمنه کړې وه، چې ۴۰ زرو افغانانو ته به په خپل هېواد کې د مېشتېدو زمينه برابره کړي.

Back to top button