کاناډا ۱۰ زرو ايراني چارواکو باندې د سفر بندیزونه لګولي

د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو وايي، چې خپل هېواد ته يې د سپاه‌‌پاسداران د غړیو په ګډون، شاوخوا ۱۰زرو ایراني چارواکو باندې د سفر بندیز لګولی.

د هغه په وينا، تر دې وروسته به يادو کسانو ته اجازه ور نه کړي، څو کاناډا ته دننه شي.

نوموړي يوې خبري غونډې ته په وينا کې ويلي، کاناډا ته د کډوالۍ او پناه‌اخیستو برخه کې یې دغه تر ټولو سخت بندیز دی، چې پر ایراني چارواکو یې لګوي.

ټروډو زياته کړې، چې حکومت يې د ایراني رژيم د مشرتابه سربېره پر نورو چارواکو هم د کډوالۍ او پناه اخيستلو د قوانينو په برخه کې ترټولو سخت بندیزونه لګولي.

هغه همداراز ويلي، چې د دې پرېکړې سره د ايراني حکومت ۵۰سلنه چارواکي کاناډا ته د سفر اجازه نه لري.

د کاناډا لومړي وزیر ويلي، چې دا پرېکړه یې تلپاتې ده او یاد کسان به هېڅکله دغه هېواد ته د ورتګ اجازه ترلاسه نه کړي او په خبره یې، کاناډا دا سخت بندیز یوازې پر هغو هېوادونو لګولی چې جنګي جنایت یې کړی یا یې نسل‌وژنې ته مخه کړې ده.

د کاناډا لومړی وزير دا بنديزونه داسې مهال لګوي، چې ایران کې د مهسا امیني تر مرګ وروسته، ایران کې پراخ اعتراضونه پیل شوي او پر مهال یې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده. ایرانیانو د دغه هېواد ترڅنګ، په بهرنیو هېوادونو کې هم د ایران حکومت پر وړاندې اعتراضونه کړي او د بشري حقونو پر نقض یې تورن کړی دی.

Back to top button