د برېټانيا شارژدافير: کار څخه د ښځو راګرځول له بشردوستانه اصولو سرغړونه ده

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت شارژدافیر هوګو شارټر په يوه ټويټ پيغام کې ويلي، چې په افغانستان کې د غیردولتي مؤسسو څخه د  ښځینه کارکوونکو راګرځول له نړۍوالو قوانینو او بشردوستانه اصولو په ښکاره ډول سرغړونه ده.

هوګو لیکلي؛ بریټانیا له ملګرو ملتونو او نورو خيريه بنسټونو سره په ګډه له نږدې کار کوي، څو ډاډ تر لاسه کړي چې د طالبانو له لوري له لګول شویو بندیزونو سربېره، په‌ افغانستان کې مرستې اړمنو خلکو ته ورسېږي.

د بريټانيا شارژدافير دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د اسلامي همکارۍ سازمان، جي اووه صنعتي هېوادونو، غیردولتي سازمانونه او یو شمېر بنسټونه له طالبانو غوښتي، دا نه توجیه کېدونکې پرېکړه لغوه کړي.

Back to top button