بريتانيا: زرګونه افغانان مو را ايستلي

د برېتانیا حکومت وايي، چې په تېر یوه کال کې یې زرګونه کسان له افغانستان څخه ايستلي دي.

پرون ورځ د برېتانیا حکومت له لوري په يو خپاره شوي راپور کې راغلي، چې په تېر یو کال کې د دې هېواد یو شمېر تابعيت لرونکي له خپلو کورنیو سره او زرګونه نور افغانان له افغانستان څخه بريتانيا ته ايستل شوي دي.

د راپور د معلوماتو له مخې شاوخوا ۲۱ زره کسان افغانستان څخه دې بريتانيا ته انتقال شوي دي.

همداراز راپور کې راځي، چې د تېر کال له دوبي راهیسې تر دې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او هغه کسان چې په افغانستان کې یې له برېتانوي ځواکونو سره کار کړی و، دې هېواد ته انتقال شوي دي.

راپور کې همداراز راغلي، چې دغه شمېر کسان یې د پاکستان، ايران، تاجکستان او د افغانستان د نورو ګاونډيو هېوادونو له لارې ايستلي دي.

تر دې وړاندې د متحده عربي اماراتو چاپ نېشنل ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې برېتانیا د افغان کډوالو د استوګنې لپاره په ورځ کې تر یو میلیون پونډو پورې د هوټلونو کرایه پرې کوي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو په راتګ سره امريکا او ملګرو يې د ګڼ شمېر افغانانو د انتقال پروسه پيل کړه، چې اوس هم دا پروسه د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو له لارې روانه ده.

Back to top button