بريټانیا زرګونه افغان کډوال له هوټلونو دایمي استوګنځایونو ته لېږدوي

پنجره ورځپاڼه: زرګونه افغان کډوال چې د جمهوری نظام تر ړنګېدو وروسته بریتانیا ته تللي او له هغه وخته تر اوسه په هوټلونو کې مېشت وو، اوس دايمي استوګنځایونو ته لېږدول کیږي.

تازه بریتانیایي رسنیو راپور ورکړی چې راتلونکو څلورو میاشتو کې به ٨ زره افغان پناه غوښتونکي له هوټلونو څخه دایمي استوګنځایونو ته ولیږدول شي.

سرچېنې وایي، د بریتانیا دولت د ٣٥ میلیونه پونډو یوه طرحه تصویب کړې چې له مخې به یې افغان پناه غوښتونکي له هوټلونو څخه وایستل شي او دایمي استوګنځایونو کې به ځای پر ځای شي.

د نوې طرحې له مخې به افغان کډوال له هوټلونو وویستل شي او دایمي استوګنځایونو کې به ځای پر ځای شي؛ خو په ورته وخت کې دا طرحه د حکومت مخالف ګوند له کلکو نیوکو سره مخ شوې ده.

د امریکا، کاناډا او جرمني تر څنک بریتانیا هغه هېواد دی چې تر تحولاتو وروسته یې شاوخوا ٢٤ زره افغانانو ته پناه ورکړه خو دغه پناه غوښتونکي هغلته په هوټلونو کې له مېشتېدو ستړي شوي دي. دوی همداراز هيله څرګنده کړې، چې د هوټلونو د ستړي ژوند پر ځای په دایمي کورونو کې مېشت شي.

ظاهر څراع

Back to top button