نابینا ولي محمد یو ځل بیا اتلولي وګټله

افغان نابینا لوبغاړي انګلستان کې د ځغاستې په دوو لوبو کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ولي محمد نوري د انګلیستان په پلازمېنه لندن کې د ځغاستې لوبو په دوو فارمټونو کې د افغانستان په استازیتوب بریا ترلاسه کړه او دوه د سرو زرو مډالونه او یوه ټرافي یې په خپل نوم کړه.

په یادو لوبو کې له سلو ډېرو نابینایانو او نیمه نابینایانو ګډون کړی وو.

ولي محمد نوري په ۲۰۰۹ زېږدیز کال په هلمند کې د یوې چاودنې له امله ړوند شو، چې اوس لندن کې ژوند کوي.
هغه له دې وړاندې هم د لامبو وهلو په سیالۍ کې اتلولي ګټلې وه.

Back to top button