Trending

بلخ کې پر لمونځ کوونکو چاودنه شوې

د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې پر لمونځ کوونکو چاودنه شوې ده.

د بلخ ځايي سرچینې وایي، چې د دې ولایت د مرکز مزارشریف ښار د درېمې حوزې اړوند سیمې د “سه دکان” په نوم د شعیه ګانو په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو چاودنه شوې ده.

ویل کېږي دغه چاودنه نن پنجشنبه د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه د ماسپښین د لمانځه پرمهال رامنځته شوې ده.

د بلخ د ابو علی سیناي روغتون رئیس غوث الدین انوري رسنیو ته ویلي، چې د تر دې مهاله دې روغتون ته د یادې پېښې ګڼ شمېر ټپیان راوړل شوي، خو هغه زیاتوي، چې د ټپیانو کره شمېر تر اوسه نه دی معلوم شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د هېواد په کابل، ننګرهار اوکندز ولایتونو کې هم چاودنې رامنځته شوې دي.

Back to top button