پاکستان کې چاودنې سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوې چاودنې ۸پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوې چاودنې ۸ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچینې وایي، دا چاودنه تېره ورځ د بلوچستان ایالت د پنجګور ولسوالۍ اړونده سیمه کې شوې ده، چې په یاده سیمه کې د پوځ اړونده د ملیشې ځواکونو د ګزمې پر یوه موټر چاودنه شوې او ۵ پاکستاني سرتېري په کې وژل شوي، درې نور ټپیان شوي دي.

له څو میاشتو راهیسې په ګاونډي هېواد پاکستان کې پر سرتېرو چاودنو سخت زور اخیستی دی.

Back to top button