بلاول بهټو: سېلاب ځپلي د ناروغيو لوی افت سره مخ دي

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو وايي، چې په هېواد کې يې د سېلابونو وروسته ميليونونه خلک د اوبو له‌ لارې د خورېدونکو ناروغيو لوی افت سره مخ دي.‌

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو د امریکا پلازمینه واشنګټن کې د څېړنې ادارې وېلسن سنټر کې یو خبري غونډې ته په وينا کې ويلي، چې په دغه هېواد کې د سېلابونو اوبو له‌ وجې ساري ناروغۍ په خورېدو دي او له دوی سره يې د مخنیوي لپاره په لوړه کچه درمل کم دي.

هغه ويلي، چې پاکستان کې سېلابونو د ۱۶ ميليونه ماشومانو او شپږ لکه ميندوارو ښځو په شمول ۳۳ ميليونه خلک اغېزمن کړي دي.

د هغه په وينا، اغيزمن شوي خلک بېړنیو مرستو ته اړتيا لري او زياتوي، دغه ټول هغه خلک وو، چې تر  سېلابونو وړاندې له غربت سره نه وو مخ او د خپلو کورنیو لپاره یې ضروري اړتياوې پوره کولې، خو اوسمهال ميليونونه خلک له غربت سره مخ دي.

پاکستان په دې وروستيو کې د‌ سختو سېلابونو شاهد‌ و، چې له امله دغه هېواد ته په لوړه کچه زيانونه اړولي دي.

Back to top button