بلاول بهټو: طالبان دې په خپل هېواد کې ترهګري لرې او امنيت خوندي کړي

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زداري اندونيزيا ته د خپل سفر پر مهال له يوې ټلويزيوني شبکې سره په مرکه کې ويلي، چې طالبان دې په خپل هېواد کې د ترهګرۍ ستونزه هواره او د ټولو امنیت خوندي کړي.

بلاول دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې ورځې وړاندې یې د اندونیزیا په بالي ښار کې د افغانستان د نجونو له زده کړو څخه د ملاتړ په موخه په یوه نړۍوال کنفرانس کې ګډون او وينا کړې وه.

نوموړي  په دې مرکه کې همداراز ویلي چې دوی يوه باثباته سوله ییزه او خوشحاله افغانستان غواړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زياته کړې، چې طالبان باید نه يواځې د ترهګرۍ موضوع ته جدي ته پاملرنه وکړي او دا ستونزه هواره کړي، بلکې د ټولو امنیت هم ټينګ او خوندي کړي، ځکه دا د سولې او ثبات لپاره اړین دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره اونۍ په کابل کې د دوی پر سفارت وسله‌وال برید شوی و، چې له امله يې يو ساتونکی ټپي شوی و.

Back to top button