بایډن د امريکا او مکسيکو ګډې پولې ليدنه کړې

پنجره ورځپاڼه: د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته په لومړي ځل د امريکا او مکسیکو ګډې پولې هغه سیمې ته تللی، چې کډوال پر سړکونو ویده او ښه وضعيت کې نه دي.

بایډن د ټکزاس ایالت الپاسو ښار ته د سفر په لړ کې د سرحدي سیمو وضعیت څارلی او د ځایي چارواکو، د ټولنې مشرانو او یو شمېر نورو خلکو سره یې لیدلي.

بایډن وروسته له هغه په دغه څلور ساعته سفر ووت چې د جمهوري‌غوښتونکو او ځیني دیموکرات قانون جوړونکو لخوا د ناقانونه کډوالو د راتک مخنوي په برخه کې پرې نیوکې وشوې.

ولسمشر بایډن له دغه سفر وروسته د کډوالو او نورو مسایلو په اړه د خبرو‌ اترو په موخه د شمالي امریکا مشرانو سره د لیدو لپاره مکسیکو ته تللی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په داسې حال کې د مکسیکو له پولې څخه لیدنه کوي چې امریکا ته د ناقانونه کډوالۍ د نوي څپې په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي، خو د بایډن منتقدین دا سفر یوه ننداره ګڼي او وايي چې دا ډول سفرونه اغېز نه لري.

Back to top button