بايډن د امريکا مسلمانانو ټولنې له همکارۍ مننه کړې

بايډن وايي، چې په امريکا د مسلمانانو ټولنې ورسره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي او مننه يې ترې کړې.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ويلي چې، په دغه هېواد کې د مسلمانانو ټولنه ورسره په بېلابېلو لکه کلتوري، اقتصادي او ساینسي برخو مرستې کوي.هغه وايي، چې د مسلمانانو له دې مرستو انکار نه شي کېدای.

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د شمالي امریکا د مسلمانانو ټولنې د ۵۹ کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپل استول شوي پیغام کې کړې دي.

د ولسمشر بایډن په استول شوې پیغام کې راغلي، په دې کې هیڅ شک نه لري، چې د امریکا مسلمانه ټولنه به نور پرمختګ هم وکړي. د ده په وينا، د مسلمانانو مثبتې مرستو سره به يې ملت نور هم پیاوړی شي.

بایډن وايي د اسنا مشران د ډېرو نورو مسلمانو امریکایانو سره چې په ټولو کچو کې د خلکو د خدماتو په برخه کې بوخت دي، مرسته کوي چې د تنوع دلارې د یووالي، پیوستون او پیاوړتیا اصولونه پوره کړي.

Back to top button