بايډن: د سپټمبر پېښې عاملين د دوزخ تر دروازو تعقيبوم

بایډن وايي، چې پر امريکا د سپټمبر يوولسمې د بريدونو عاملين به د دوزخ تر دروازو تعقيبوي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر يوولسمې بريدونو د ۲۱ کلیزې په تړاو نن يوې جوړې شوې غونډې ته په خپلې وينا کې ويلي، چې امريکا کلونه، کلونه د سپټمبر يوولسمې بريدونو عاملين تعقيب کړل او له منځه يې یوړل.

هغه همداراز ويلي، چې امريکا به د ترهګرو ځالې له منځه وړي، څو نور يې هېواد ته يو ترهګريز ګواښ نه وي موجود.

جو بایډن، چې د ياد هېواد د دفاع وزارت يا پنټاګون کې وينا کړې ويلي، د سپټمبر يوولسمې بریدونو عاملین به د دوزخ تر دروازو تعقيبوي، څو ډاډ ترلاسه کړي، چې نور دوی ته ګواښ نه شي رامنځته کېدای.

Back to top button