
د افغانستان بانک ۱۵ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي
پنجره ورځپاڼه: د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ویلي، چې سبا د شنبې په ورځ ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر په لیلام ډول پلوري. دغه بانک په دې داوطلبۍ کې له سوداګریزو بانکونو، صرافیو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، د ګډون غوښتنه کړې ده.
یاد بانک زیاته کړې، د لیلام ګټوونکي اړ دي، څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي. یاد بانک زیاته کړې، چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د لیلام ګټونکی اړ دی، د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نقدي ډول او ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.