هېواد کې د کوکنارو پر کښت بندیز
د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې د کوکنارو پر کښت بندیز اعلان کړ.
په دغه فرمان کې راغلي چې له دې وروسته په هېواد کې د شرابو، هیروینو، ټابلیټ کا، شیشه، چرسو او د نورو ټولو نشه يي توکو پر استعمال، پلور، پېر، تولید، صادرات او وارداتو بندیز لګېدلی دی.
په فرمان کې همداراز د کوکنارو له کروندګرو غوښتنه شوې چې پر خپلو ځمکو د کوکنارو له کرلو لاس واخلي او که چېرته څوک سرغړونه کوي، کښت به یې له منځه وړل کېږي او د شریعت له مخې چلند به ورسره وشي.