د بلخ پوهنتون محصلینو موټر جوړ کړی

د بلخ پوهنتون د انجینري پوهنځي محصلینو یو موټر جوړ کړی دی.

د معلوماتو له مخې، د بلخ پوهنتون د انجينري پوهنځي محصلينو يو موټر جوړ کړى او پرون يې د بلخ پوهنتون کې نندارې ته وړاندې کړ.

دغه ډله ځوانان وایي، که په هېواد کې تلپاتې سوله او ټول منلی حکومت رامنځته شي ځوانان کولای شي د هېواد په ګوټ ګوټ کې تولیدي او اقتصادي پرمختګونه وکړي او افغانستان له نړۍ سره سیال کړي.

هغوی له طالب سرپرست حکومت څخه غواړي، چې د ډېرو موټرو د تولید لپاره ورته امکانات برابر کړي.

تر دې مخکې هم په هېواد کې ځوانانو موټر او د لنډمهالې الوتنې الوتکې جوړې کړې دي.

Back to top button