استرالیا له افغانستان سره د کرېکټ یو ورځنۍ سیالۍ لغوه کړې

پنجره ورځپاڼه: د استراليا کرېکټ بورډ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سره د يو ورځنيو سياليو لړۍ لغوه کړه.

ټاکل شوې وه چې د استرالیا او افغانستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د راتلونکې مارچ په مياشت متحده عربي اماراتو کې درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ پيل شي، خو اوس تازه د استراليا کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار له بندیزونو وروسته د غبرګون په ډول، له افغان کرېکټ ملي لوبډلې سره دا سیالۍ نه ترسره کوي.

همداراز دغه کرکېټ بورډ ویلي، چې د افغان ښځو او نجونو لپاره د ښو شرایطو برابروالي په تمه دي او د افغانستان له کرېکټ بورډ سره به خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.

بلخوا د افغانستان کرېکټ بورډ بیا تر دې دمه د استراليا کرېکټ بورډ د دې‌ پرېکړې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

Back to top button