پر فلسطین د اسراییلو بريدونه دوام لري

په تېرو څو ورځو کې غزې باندې د اسراييلو د بريدونو له کبله لسګونه فلسطينيان وژل شوي دي. 

بهرنۍ رسنۍ وايي، چې د تېرو څو ورځو راپدیخوا په غزې باندې د اسراييلو د بريدونو له کبله ۲۸ کسان وژل شوي دي.

د سرچينو د راپورونو پر اساس، په وژل شويو کسانو کې شپږ ماشومان او دوې مېرمنې هم شاملې دي.

سرچينې وايي، چې د ياد شمېر کسانو پر وژل کېدو سربېره په دغو بريدونو کې لږ تر لږه ۳ سوه کسان ټپيان شوي هم دي.

دا بريدونه د تېرې جمعې په ورځ پيل شوي او سرچينو په خپلو راپورونو کې ويلي، چې په مقابل او انتقامي اقداماتو کې فلسطين هم د اسرائيلو پر خاوره تر ۴ سوه ډير توغندي ويشتلي دي.

په ورته وخت کې د فلسطین د راکټي بريدونو له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر دې دمه کره معلومات نشته، خو اسرائيلو منلې چې په دې بريدونو کې دوی ته تلفات اوښتي دي.

Back to top button