د مونیخ ناسته کې پر افغان ښځو د لګېدلو بنديزونو د لرې کېدو غوښتنه شوې

پنجره ورځپاڼه: د المان په مونیخ ښار کې درې‌ ورځنۍ امنیتي ناسته چې د څلوېښتو هېوادونو ولسمشرانو او د بهرنیو چارو ۹۰ وزیرانو په‌کې ګډون کړی، د افغانستان روان سیاسي وضعیت، اقتصادي او د ښځو حقونه یې د بحث مهم ټکي ګڼل کېږي.

د دې غونډې د ګډونوالو له ډلې د ۱۰ هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له لوري لګېدلي بندیزونه په کلکه غندلي دي.

د جرمني، فرانسې، بلجیم، البانيا، کاناډا، ایسلنډ او یوشمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په اعلامیه راغلي: «موږ د ۲۰۲۳ کال د مونیخ امنیتي غونډه کې د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانې په یوه غږ د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو د حذف لپاره د طالبانو هڅې په کلکه غندو. موږ پر ښځو د دغو محدودیتونو لرې کېدو لپاره یو موټی یوو، په تېره افغان ښځو، ماشومانو او نارینه‌وو ته چې اړمن دي، د بشري مرستو رسولو برخه کې د هغوی د بنسټیز رول لوبولو برخه کې.»

پر طالبانو ورته فشارونو وروسته له هغې زور واخيست چې دوی لومړی له شپږم ټولګ پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بندې کړې، بیا یې پارکونو او حمامونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز پورې کړ او ورپسې یې د هغوی پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې او په کورنیو او بهرنیو غيردولتي مؤسسو کې یې پر کار هم بندیز وضع کړ.

ظاهر څراغ

Back to top button