د بروکسل په غونډه کې د افغان ښځو په اړه اندېښنې څرګندې شوي

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې استازو، د بلجيم بروکسل ښار کې د غونډې پر مهال، افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په تړاو اندېښنه څرګندې کړې دي.

د غونډې ګډونوالو همداراز ټینګار کړی، چې دوی به د یوه سوله‌ییز او ځواکمن افغانستان لپاره هر اړخیزو مرستو ته دوام ورکوي.

بهرنۍ رسنۍ خبر ورکوي، چې د بلجیم پلازمېنه بروکسل ښار، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو د استازو د درېیمې غونډې کوربتوب په غاړه لرلو.طالبانو بيا د بروکسل غونډې په تړاو رسنيو ته تر دې دمه څه نه دي ويلي.

Back to top button