بلخ کې د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وشوه

طالبان وایي، چې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د قربانیانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني رسنیو ته ویلي، چې د رئیس الوزارا د دویم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د مزارشریف په جومات د برید د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او ډاډګیرنې لپاره بلخ ولایت ته په سفر تللی دی.

سمنګاني زیاتوي، چې ملا عبدالسلام حنفي په دې غونډه کې د یادې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره د نغدو پیسو مرسته کړې ده.

څو ورځې وړاندې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار په یو جومات کې چاودنې لمونځ کوونکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

Back to top button