
لوګر کې له اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه.
د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې له ۴۰۰اړمنو او د شهیدانو له کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر ښاروالۍ مسؤلین وایي، چې د دې ولایت په مرکز پل علم کې له ۴۰۰اړمنو او د شهیدانو له کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
هغوئ زیاتوي چې دغه توکي چې د چین هېواد له لوري د بشردوستانه مرستو په ترڅ کې چمتو شوې وه، د لوګر د ښاروالۍ سرپرست محمد اسحاق سعید او یو شمېر نورو ځایي چارواکو په حضور کې پر کورنیو ووېشل شوه.
هغوئ دغه راز وایي، چې د دې مرستو لړۍ به ډېر ژر د لوګر ولسوالیو ته هم وغځېږي.