لوګر کې له ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه

افغانې سرې میاشتې د لوګر ولایت له ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه.

افغانې سرې میاشتې د لوګر ولایت مرکز شاوخوا سيمو له ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د سرې مياشتې په انګړ کې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړه.

دغه مرسته د افغانې سرې مياشتې ټولنې مرکزي سويل لويديځ زون رئيس مولوي الياس خيل ناصري، د ترکيې خلکو او سفارت استازي محمد رفيع مومند، د لوګر سرې مياشتې یو شمېر کارکونکو، رضاکارانو او رسنيو استازو په شتون کې ووېشل شوه.

په لوګر کې د افغانې سرې میاشتې مسؤلین وایي، چې یاده مرسته د ترکيي هېواد له لوري چمتو شوې وه، چې په کې هرې کورنۍ ته یوه ۵۰ کیلویي بورۍ اوړه، چای، وریژې بوره او یو شمېر نور خوراکي او غیري خوراکي توکي شامل وه.

Back to top button