د اسلامي او عزيزي بانکونو مرسته

د افغانستان اسلامي او عزیزي بانکونو د هېواد له لس زره کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو لړۍ پیل کړه.

د اسلامي او عزیزي بانکونو مسؤلین وایي، چې په هېواد کې له لس زره اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو لړۍ له کابل څخه پیل شوه.

هغوی زیاتوي، چې دا لړۍ یې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسب د افغانستان اسلامي او عزیزي بانکونو د مشرتابه ګډ پلاوي، دولتي چارواکو، د کابل والي شیخ ندا محمد او همداراز د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمد یونس مومند په حضور کې پیل کړه.

Back to top button