اشرف غني: طالبانو واک په دوه برخو وېشلی دی

اشرف غني وايي، چې طالب سرپرست حکومت يو موټی نه دی او واک يې په دوه برخو ويشلی دی. 

د افغانستان مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني له سي ان ان ټلویزیوني شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي، چې طالب سرپرست حکومت یو موټی نه دی او  اوس مهال يې په هېواد کې واک په دوه برخو وېشلی دی.

ولسمشر غني د دوحې تړون ته په اشارې ويلي، چې دغه تړون د افغانانو لخوا پیل شوې د سولې پروسه له ستونزو او خنډونو سره مخ کړه.

هغه همداراز ويلي، هیله يې دا ده، چې امریکا د افغانستان په اړه پر خپلې تګلارې او له طالبانو سره د خپلې هوکړې پر پایلو له سره غور وکړي.

غني زياتوي، چې د افغانستان د راتلونکي ته اندېښمن دی او په وينا يې دغه راتلونکی د سیمې پر هېوادونو هم اغېز لري، نو اړتیا ده چې په دې اړه د سیمې په کچه يو بحث وشي.

غني تر دې وړاندې ABN ټلويزيوني شبکې سره په خپلې ځانګړې مرکه کې هم د دوحې پر تړون او د سولې په مذاکاراتو نیوکه کړې وه. هغه ويلي و، چې د دغو مذاکراتو مدیریت د نړۍوال لیدلوري خلاف کار او يو ناورین دی.

مخکينی ولسمشر محمد اشرف غني دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې نن د اګسټ په ۱۵مه د طالب سرپرست حکومت د خپل دويم ځل واکمنۍ لومړی تلين لمانځي.

د يادونې وړ ده، چې ملګري ملتونو، اروپايي ټولنې او ګڼو نورو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د طالب سرپرست حکومت د واکمنۍ تېر يو کال له خورا ناورين ډک کال بللی دی.

Back to top button