اشرف غني: د ښځو د زده کړو او کار ستونزې ډیرې خواشينونکي دي

د طالبانو له لوري د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بندېدو په تړاو محمد اشرف غني خواشيني ښودلې

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان مخکیني ولسمشر محمداشرف غني د طالبانو له لوري پوهنتونونو کې د نجونو د زده‌کړو  ځنډېدو په غبرګون کې ويلي، چې د طالبان دې د دوحې هوکړې پټ «ضمایم» له افغانانو سره شریک کړي.

هغه همداراز ليکلي، چې د نجونو د لوړو زده‌کړو ځنډېدل د افغانانو د  ترور په مانا دی. د محمد اشرف غني په وينا هرې ډلې چې د ټولنې اکثریت نه دی منلی، د ولس له سختې غوصې سره مخ شوی دی.

اشرف غني ويلي، د ښځو د تعلیم او کار اوسنۍ ستونزه ډېره جدي، خواشینوونکې ده.

دغه راز مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ویډیويي پیغام کې ويلي، چې اصلي ستونزه د واکمنې ډلې عدم مشروعیت دی، دا ځکه چې دوی په غیر ولسواک ډول حاکمان دي او افغانستان یې اشغال او ټول ولس یې یرغمل کړی دی.

د افغانستان مخکينی ولسمشر محمد اشرف غني دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ په یوه مکتوب کې  په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د  نجونو د زده‌کړو پر بهر بنديز ولګاوه.

Back to top button