اشرف غني: د قانون له مخې د افغانستان ولسمشر يم

د هېواد پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې د اساسي قانون له مخې اوس هم د افغانستان ولسمشر دی. 

شاوخوا يو کال وروسته د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د ABN په نوم يوې نوې جوړې ټلويزيوني شبکې پر سکرين راڅرګند شو او د ملت پر وړاندې يې ځینو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.

هغه په خپله مرکه کې ويلي، چې د اساسي قانون له مخې اوس هم د افغانستان انتخابي ولسمشر وم او تر هغې چې افغان ملت په قانوني ډول واک بل کس ته ورنه کړي، ولسمشر یم.

دغه راز نوموړي په دې مرکه کې چې تر شا یې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ ليدل کېږي ويلي، چې د طالبانو اوسنی مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دې ډلې د پخواني مشر ملا عمر په شان اقتدار نه لري.

همداراز پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په دې مرکه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد توندې نیوکې کړي او په وينا يې، خليلزاد د خپلو طرحو او کارونو له مخې د افغانستان ټول سیاسي قشرونه سره بېل کړي وو.

د غني په وینا، له خلیلزاد د ده سره ستونزه دا وه، چې دی افغان او مسلمان و او خليلزاد له خپل افغانیت او هویت څخه هم  انکار کړی دی.

په ورته وخت کې نوموړي د جمهوري نظام د سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د ياد نظام د نه پياوړي کولو مسؤل ګنلی دی‌.

د يادونې وړ ده، چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، دا لومړی ځل دی، څو پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني پر یوې نوې ټلويزيوني شبکې راڅرګندېږي او ډېرو پوښتنو ته د لومړي کس په توګه ځواب وايي.

Back to top button