کاپیسا کې د یوې ټرافیکې پېښې په پایله کې دوه تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي

پنجره ورځپاڼه: په کاپيسا کې سيمه‌ییزو سرچینو په دغه ولايت کې ديوې ټرافیکې پيښې له امله د دوو تنو د مړه کېدو او پنځو نورو د ټپي کيدو خبر ورکوي.

د یاد ولایت سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت د جمالاغه اړوند د «صفت‌الله خېلو» په کلي کې د ترافيکي پېښې له امله ۷ تنه مړه او ژوبل شوي دي.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د شنبې په سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې یو رینجر موټر له یوه ریکشا سره ټکر وکړ او په پایله کې یې دوه تنه مړه او پنځه نور سخت ټپیان شول.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په کاپیسا کې د طالبانو موټر له ریکشا سره ټکر شوی او په کې سپاره کسان هم ژوبل شوي دي.
سیمه‌ییزو سرچینو دا هم ویلي، چې ټپیان د درملنې په موخه د کابل یوه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې کلنۍ ترافيکي پېښې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړوي. د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی، ټرافیکې نښو ته نه پاملرنه د ټرافیکي پېښو له اصلي لاملونه په ګوته شوي.

ظاهر څراغ

Back to top button