ارمنستان او اذربایجان یو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

د ارمنستان او اذربایجان هېوادونو ترمنځ رامنځته شوې نښته کې د دواړو خواوو سلګونه کسان وژل شوي دي. 

د ارمنستان او اذربایجان هېوادونو چارواکو رسنيو ته په تازه څرګندونو کې ويلي، د وروستیو ورځو په جګړه کې د دواړو خواوو ۲۱۰ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

د اذربایجان د دفاع وزارت تېره ورځ اعلان کړی، چې ۷۷ سرتېري یې له ارمني پوځيانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

بلخوا د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان هم رسنيو ته د ارمني سرتيرو د وژل شویو شمېر ۱۳۵ تنه ښودلی او همداراز ويلي یې دي، چې ګڼ شمېر سرتېري يې ټپیان شوي هم دي.

د ارمنستان او اذربایجان  ترمنځ رامنځته شوې نښته د تېرې اوونۍ له سه شنبې راهیسې پيل شوې، چې تازه د نړۍوالو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

اذربايجان او ارمنستان یو بل د دواړو هېوادونو ترمنځ د قره‌باغ په نوم سرحدي سیمې پر سر د پخوانيو اختلافاتو او دښمنۍ له امله ملامت بللي دي.

Back to top button