ارجنټاين او فرانسه نن شپه د فوټبال نړۍوال جام پای‌لوبه کوي

پنجره ورځپاڼه: د فوټبال ۲۰۲۲ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نن ارجنټاین او فرانسه پای لوبه ترسره کوي، چې د افغانستان په وخت د ماښام ۷:۳۰ بجې به پيل شي.

د فوټبال نړۍوال جام دغه لوبې د روان کال د لړم میاشتې په ۲۹مه نېټه په قطر هېواد کې پیل شوې، چې ۳۲ هېوادونو په اتو ګروپونو کې په کې برخه اخيستې وه.

تر دې وړاندې دواړو لوبډلو دوه دوه ځلې د فوټبال نړۍوال جامونه ګټلي دي. ارجنټاین په ۱۹۷۸ او ۱۹۸۶ کلونو کې د فوټبال نړیوال جام ګټلی دی.

بل‌خوا د فرانسې لوبډلې بیا په ۱۹۹۸ او ۲۰۱۸ کال کې د فوټبال نړۍوال جام اتله پاتې شوې ده.

Back to top button