انتونیو ګوتریش پاکستان ته سفر کوي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، چې روانه اونۍ له سيلاب ځپليو سره د خواخوږۍ په موخه پاکستان ته ځي. 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې روانه اونۍ له سېلاب ځپليو سره د خواخوږۍ په موخه پاکستان ته ځي.

نوموړی وروسته له هغې پاکستان ته سفر کوي، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې خطرناکو سيلابونو خيبر پښتونخوا، بلوچستان او سند ايالتونه سخت وځپل.

همداراز نړۍوالې مرستندويې ادارې اټکل کوي، چې دې سيلابونو له امله شاوخوا ۳۰ ميليونه خلک اغېزمن شوي او ۶.۴ ميليونه يې بېړنيو مرستو ته بيړنۍ اړتيا لري.

هلته په پاکستان کې د خير ښېګڼې ادارې ويلي، سيلابونو دغه هېواد کې داسې خرابی کړی، چې ښايي له وجې يې خلک له لوږې سره مخ شي.

. پاکستان ته تر دې دمه د نړۍوالو مرستو ديرش الوتکې رسېدلې او د امريکا پوځ ويلي، چې د مرستو رسولو لپاره يې يو ټيم پاکستان ته استولی دی.

Back to top button