انتونيو ګوتريش: طالبان دې د نجونو پر زده‌کړو د بنديز پرېکړه بېرته واخلي

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونيو ګوتريش د زده‌کړو نړۍوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو او ښځینه محصلانو د تللو د ممنوعیت په اړه خپله شوې پرېکړه بېرته واخلي.

انتونیو ګوتېرېش پر ټوېټر لیکلي: “اوس هغه وخت رارسېدلی ټول هغه تبعیضي قوانین او کړنې باید پای ته ورسول شي چې زدکړه کې په لاسرسي کې خنډ ګرځي”.

نوموړي طالبانو ته په خطاب کې لیکلي “زه پر طالبانو غږ کوم چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره ثانوي او لوړو زدکړو ته د لاسرسي په اړه خپل ظالمانه او فاحش بندیز بېرته واخلي”.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې نن د جنورۍ ۲۴مه، د زده‌کړو نړۍواله ورځ ده او افغانستان کې بيا نجونې د زده‌کړو او کار له حقونو محرومي دي.

Back to top button