انتونيو ګوتريش: شتمن هېوادونه دې د غريبو هېوادونو لاسنيوی وکړي

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش له غريبو هېوادونو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

هغه په يوه ټويټ پيغام کې ويلي، چې شتمن هېوادونه باید له هغو غریبو هېوادونو سره هر کال پنځه سوه میلیارده ډالره مرسته وکړي چې، په یوه سخت حالت کې ایسار دي او د اقتصادي پیاوړتیا او پرمختګ مخه یې ډب ده.

 د کم پرمختللو هېوادونو د مشرانو غونډه په هرو لسو کلونو کې ترسره کېږي، خو دغه سرمشریزه د کرونا وبا د خپرېدو له امله دوه ځله ځنډول شوې وه، چې سږکال د قطر دوحه کې ترسره شوه. په غونډه کې د ۴۶ کم پرمختللو هېوادونو استازو ګډون کړی دی، خو د افغانستان او میانمار استازي دې غونډې ته نه‌ دي ور بلل شوي.

ظاهر څراغ

Back to top button