انتونيو ګوتريش: د اوکراین جګړه مه پراخوئ

ملګري ملتونه وايي، چې د اوکراین جګړې له پراخولو دې ډډه وشي. 

د ملګرو ملتونو سازمان وياند د خپل شخصي ټويټر خپاره شوي بيان کې ويلي، چې د دغه سازمان عمومي منشي انتونيو ګوتريش په پولنډ کې د توغندي لګېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او هيله يې ښودلې، چې په دې هکله بشپړې څېړنې وشي.

ګوتريش همداراز ټينګار کړی، چې د اوکراين د جګړې له پراخېدو څخه دې ډډه وشي او د دې جګړې درول يې مهم بللي.

د يادونې، ده چې تېره شپه د پولنډ په سرحدي سيمو کې دوه پرلپسې توغندي لګېدلي، چې له کبله يې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

په ورته وخت کې پولنډ ويلي، چې دا توغندي د روسيې جوړ دي؛ خو روسيې بيا په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. له دې سره جوخت پولنډ د دې پېښې وروسته د ناټو د غړو هېوادونو بېړنۍ ناسته را بللې ده.

Back to top button