انتونيو ګوتريش: نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي وايي، له طالبانو مې غوښتنه ده، چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي. 

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتریش په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز دوام ډېر اندېښمن کړی او له طالبانو يې غوښتنه کړې، څو د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي.

ګوتريش زياتوي، د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازو تړل د نجونو ترڅنګ د هغه هېواد لپاره، چې د دوی انرژي او ګډون ته سخته اړتیا لري ډېر زیان رسوي.

هغه دا څرګندونې د نجونو نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړي او یو ځل بیا يې له طالبانو غوښتي، څو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي دا هم ویلي، چې هره نجلۍ حق لري، څو خپل راتلونکی په خپله خوښه وټاکي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان کې په ښځو او نجونو د نورو محدودیتونو سربېره له شپږم ټولګي پورته د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې بندې شوې دي.

Back to top button