ننګرهار کې د پاکستان پر ضد لاریون وشو

په ننګرهار ولایت کې د پاکستان له خوا په خوست او کونړ هوايي بریدونو په غبرګون لاريون وشو.

د ننګرهار ځاي رسنۍ وایي، چې د دې ولایت د شينوارو ولسوالۍ مارکوه بازار کې د سیمې سلګونه اوسیدونکو د پاکستاني حکومت له لوري پر خوست او کونړ د هوایي بریدونو په غبرګون کې لاریون وکړ.

ولسونو په دې لاريون کې د پاکستان حکومت له لوروي وروستي هوايي بريدونه پر افغاستان ښکاره تېری بللی او غندلي یې دي.

هغوئ له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې ياد هېواد سره د سرغړونې، مداخلې او بشري جنایت له امله حساب وکړي.

د دې لاریون ګډونوالو له طالب سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې له پاکستان سره ورته عمل تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په خوست ولایت کې هم زرګونه کسانو د یوه لاریون په ترڅ کې د پاکستان له خوا پر خوست او کونړ هوایي بریدونه وغندل.

د پاکستان هوایي ځواکونو دوه شپې وړاندې د خوست پر سپېرې ولسوالۍ او کونړ کې هوایي بریدونه کړي دي، چې ملکیانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

Back to top button