انتوني ګوتریش: اټومي وسلې له منځه یوسئ

د ملګرو ملتونو سرمنشي اتوني ګوتریش وایي، مخکې له دې چې اټومي وسلې بشر نابود کړي، له منځه یې یوسئ.

د سرچینو د معلومات له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتریش په ویانا کې د اټومي وسلو مخنیوي تړون درې ورځنۍ غونډې ته په استول شوي ویډیويي پیغام کې ویلي، چې مخکې له دې چې بشریت په اټومي وسلو نابود شي، دا وسلې له منځه یوسئ.

د ګوتریش په وینا اټومي وسلې خپلو مالکینو ته د امنیت ډاډ ورکوي، خو په اصل کې انسانیت ته جدي او ویجاړوونکی ګواښ دی.

نوموړي زیاته کړې، په ګډوډۍ، ناورین او بې باوره نړۍ کې شاوخوا د ۱۳ زره اټومي وسلو زېرمې د ځمکې احتمالي ویجاړولو نسخه ده.

Back to top button