د نجونو د زده‌کړو لپاره د اعتراض یوه بله بڼه

پنجره ورځپاڼه: کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد اسماعیل مشعل چې څه موده وړاندې یې له تحصیل څخه د نجونو او ښځو د منع کیدو په غبرګون کې د طلوع ټلویزیون په يوې ژوندۍ خپرونه کې يې خپ تحصیلي اسناد څیرې کړل، دا وار یې په يوه بله بڼه اعتراض ته مخه کړې ده.

هغه یوه لاسي کراچۍ جوړه کړې ده په کې نمونه یي ونه ولاړه ده. د دغې ونې نوم یې ليکلي «علم پر ښځينه او نارينه فرض دی» او د دې ونې پر پاڼو یې د تحصیلي څانګو نومونه هم لیکلي دي.

نوموړی په دې کراچۍ کې کتابونه لیږدوي او پر ښځو او د طالبانو د ډلې پر غړو یې ویشي. د پوهنتون دغه استاد وایي تر هغې چې طالبانو د ښځو او نجونو زده کړو ته اجازه نه وي ورکړې خپل اعتراض ته به په مختلفو لارو دوام ورکړي.

ظاهر څراغ

Back to top button