کابل کې نن ماښام يو ځل بيا چاودنه شوې

کابل ښار کې نن ماښام په يو کاسټر ډوله موټر چاودنه شوې

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وايي، چې نن ماښام د دریمې حوزې اړوند سیمه کې  د سپرلی په یوه کاسټر ډوله موټر پسې چسپکې ماین چاودنه کړی چې له امله یوه مېرمن وژل شوې شوې او درې تنه  نور زخمیان شوي دي.

دغه راز کابل امنیه قومندانۍ وایي، چې د پېښې په تړاو يې پلټنې پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې کابل او د هېواد بېلابېلې سیمې د مرګوني بريدونو ښکار شوي.

Back to top button