افغانستان ته د نړۍوالې ټولنې يوه بله ۴۰ میلیوني کڅوړه ورسېده

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک له دغه هیواد سره د نړۍوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو په دوام نن ورځ کابل ته د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو بشري مرستو د یوې بلې کڅوړې د رسېدو خبر ورکړی دی.

دغه بانک په يوې خبرپاڼه کې، ویلي چې دا نغدي پیسې کابل ته له رسېدو سره سم یو خصوصي بانک ته انتقال شوې دي.

ياد بانک همداراز ویلي چې د هر هغه اصولي اقدام چې افغانستان ته د اسعارو د راتګ او له اړمنو خلکو سره د مرستې لامل کېږي ملاټر يې کوي.

 د افغانستان بانک ليکلي: “د افغانستان بانک رهبري هیواد ته د نړۍوالې ټولنې د بشري مرستو د هر کلي تر څنګ، هیله لري چې دا مرستې د بانکي سکټور له لارې تر سره شي.”

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ يا یوناما تر دې وړاندې ویلي و چې د دغه سازمان او د ملګرو ملتونو د نورو خیریه بنسټونو د بشري فعالیتونو لپاره یې افغانستان ته د ۲۰۲۱ کال له ډسمبر میاشتې څخه بیا تر دا مهاله ۱.۸ میلیارد ډالره نغدي مرستې استولي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button