افغانستان ته ۴۰ ميليونه نور ډالر هم راورسېدل

افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې لخوا د نغدي مرستو په لړ کې نن د ۴۰ ميليونه ډالرو بله کڅوړه هم راورسېده.

د افغانستان مرکزي بانک د يوې تازه خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې نن یکشنبه د لړم پر ۲۲مه د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو بله کڅوړه هم کابل ته رارسیدلې ده.

د يادونې ده، چې افغانستان ته تر دې دمه د ۴۰ میلیونه ډالرو ۱۵ او د ۳۲ میلیون ډالرو له ۳۰ زیاتې کڅوړې راوړل شوې دي.

د طالبانو تر کنترول لاندې د مرکزي بانک د شمېرو له مخې، پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د نړۍوالې ټولنې د نغدي مرستو مجموعي اندازه څه باندې یو میلیارد او ۵۵۳ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

همداراز د دغو پیسو د سرچینو او د کارونې په اړه هیڅ راز معلومات نه نشته، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر يا یوناما بيا څه موده مخکې ویلي و، چې دا پیسې په یو سوداګریز بانک کې زیرمه شوي او طالبان ورته لاسرسی نه لري.

Back to top button