انګلا مېرکل د سولې نړۍواله جايزه وګټله

يونسکو د‌ ۲۰۲۲ کال د سولې نړۍواله جایزه د جرمني پخوانۍ لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل ته ور کړه. 

د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان يا یونسکو د جرمني پخوانۍ لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل ته د کډوالو ښه راغلاست په برخه کې د هغې د هڅو د درناوي په پار د ۲۰۲۲ کال د سولې جایزه ور کړه.

د يونسکو د داورانو ډلې مشر ډينس موکويګه ويلي، چې په ۲۰۱۵ کې د انګلا مېرکل له هغې پرېکړې وروسته اغېزمن شوي، چې له مخې يې شاوخوا يو نيم ميليونه کډوال له افغانستان، سوریې، عراق، اريتريا او نورو هېوادونو څخه يې خپل هېواد کې ومنل.

يونسکو دا جايزه د ۱۹۸۹ کال راهیسې، هغو کسانو، ټولنو او بنسټونو ته ورکوي، چې د ملګرو ملتونو او دغه سازمان د منشورونو سره سم د سولې په څېړنې، ودې او تامينولو کې يې د پام وړ ونډه اخیستې وي.

د نړۍ نوموتو کسانو لکه نېلسون منډیلا، فریډریک ویلیم ډي کلرک او جیمي کارټر هم د پوهنې په برخه کې د خپلو کارونو له امله دا جایزه ترلاسه کړې ده.

Back to top button