ننګرهار کې یوې مؤسسې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړه

د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې یوې مؤسسې له ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غیری خوراکي توکو مرسته وکړه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پیښو سره د مبارزې ریاست پر مشرۍ د life مؤسسې لوري له دوه سوه سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیری خوراکي توکو مرسته وشوه.

هغوی زیاتوي، چې په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه ۵ لیټره غوړي،۷ کیلو دال، ۱۰ پاکټه مالګه، ۲۵ کیلو وریجې ،۷ کیلو بوره ، ۵ کیلو مکروني، او نهه قلمه د کور لپاره توکي ورکړل شو.

Back to top button