لوګر کې د اوسپنې تولیدي فابریکه جوړېږي

د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د اوسپنې د تولید فابریکه جوړېږي.

د رحیم ګردیزي خصوصي سوداګریز شرکت وایي، چې د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د ۱۵۰ میلیونو ډالرو په پانګونې سره د اوسپنې د ویلې کولو فابریکه جوړوي.

د یاد شرکت مسوولین زیاتوي، چې دغه فابریکه د محمداغې ولسوالۍ د صنعتي پارک په ۳۰ جریبه ځمکه کې جوړيږي، چې هره ورځ به تر ۴۵۰ ټنو پورې اوسپنه تولیدوي.

هغوی دغه راز زیاتوي، چې دا په لوګر کې له مس عینک وروسته لویه پانګونه ده چې د سیمې سلګونو خلکو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

د رحیم ګردیزي خصوصي شرکت په داسې مهال د یادې فابریکې د جوړولو خبر ورکړی دی چې واک ته د طالب سرپرست حکومت په رسېدو سره په هېواد کې ډېری تولیدي فابریکو تولیدي چارې ټکنۍ شوې دي او ګڼ شمېر خلک له بې روزګارۍ او فقر څخه سر ټکوي.

Back to top button