میدان وردګ کې صنعتي پارک جوړېږي

د میدان ورګ ولایت په ۲۰۰جریبه ځمکه کې صنعتي پارک جوړېږي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د میدان وردګ ولایت د ضنعت او سوداګرۍ امر انجنیر محمد خان «ځواک» وایي، چې د دې ولایت د مرکز میدان ښار اړوند د کوتل تخت سیمه کې به د صنعتي پارک د جوړېدو چارې ډېر ژر پیل شي.

ځواک زیاتوي، چې دغه پارک به په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي او ۵۰ تولیدي فابریکې به په کې فعالیت کوي.

Back to top button