د هند یوې الوتکې په کراچۍ کې بېړنۍ ناسته کړې

د هند یوې مسافر وړونکې الوتکې په کراچۍ هوایي ډګر کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د هند د انډیاګو هوایي شرکت یوه ۳۲۰ ایربس الوتکه چې غوښتل یې د متحده عربي اماراتو له شارجې ښار څخه د هند حیدر اباد ایالت ته سفر وکړي د تخنیکي ستونزو له امله یې د پاکستان د کراچۍ ښار په علي جناح نړۍوال هوایي ډګر کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

ویل کېږي دا په تېره یوه میاشت کې د هندي الوتکو څلورمه بېړڼۍ ناسته ده چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره کېږي.

هندي چارواکو تر دې مهاله په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Back to top button