تخارد کې د ولايت مقام مخې ته چاودنه شوې
پنجره ورځپاڼه: د تخار ځايي رسنۍ د دغه ولايت په تالقانو ښار کې د ولايت مقام ودانۍ مخې ته د چاودنې خبر ورکوي. رسنۍ وايي چې دغه چاودنه په يوه موټر کې د ځای پر ځای شوي ماين له امله را منځ ته شوې ده.
د سرچينو د معلوماتو له مخې ، ياده چاودنه څو شېبې وړاندې هغه مهال وشوه، چې يو شمېر طالب چارواکو د تخار ولايت والي سره په د ولايت مقام ودانۍ کې غونډه درلوده. ځايي ولسي سرچينې وايي، چې په دې پېښه کې درې نفره وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي، خو د قربانيانو د هويت په هکله څه نه دي ويل شوي. تراوسه کومې ډلې د دې پېښي مسووليت په غاړه نه دی اخيستی
بلخوا په تخار کې د طالبانو ځايي چارواکو هم تر دې دمه د دې پېښې په تړاو څه نه دي ويلي.