د‌ ښوونځيو په هکله اته کسيزه کميټه جوړېږي

طالبان وايي، چې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو په اړه يوه اته کسیزې کمېټه جوړوي. 

طالب سرپرست حکومت وايي، چې په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیستلو په موخه د سترې محکمې د رئيس عبدالحکیم په مشرۍ یوه  اته کسیزه کمېټه جوړوي.

د‌ طالب سرپرست حکومت مرستيال وياند وايي، د دې اته کسيزې کميټې ټول غړي پوهان او دیني عالمان دي.

ياد حکومت د دې کمیټې د جوړیدو داسې مهال خبر ورکوي، چې له ۲۵۱ ورځو وروسته لا هم د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د‌ ښوونځيو دروازې بندې دي.

زيات شمېر افغان نجونې د خپلو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره په بې صبرۍ په تمه دي او غواړي طالبان ورته تګ‌ اجازه ورکړي، څو د‌ پخوا په څېر يو ځل بيا خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د مريم لېسې مخې ته يو شمېر ښځو د نجونو ښوونځيو د تړلو په دوام لاريون وکړ، خو دوی د طالبانو له لوري ووهل شوې او پرې نه ښودل شوې، څو لاريون ته دوام ورکړي.

Back to top button